د خپلې رواني روغتیا په هکله له خپل GPسره خبرې کول

که تاسې په خپلو سوچ کولو او احساسولو کښې داسي بدلونونه لیدلي وي چي ستا د اندېښنې وړ وي، نو له خپل GPسره خبرې وکړئ. کېدی شي چي ستاسې د احساساتو یو څرګند لامل وي – لکه د سوګ یا د کار ترنګلتیا – یا کېدی شي چي ته بېخي پوهېږې نه چي ولي ته داسي احساس کوې. هررنګه چي وي خو د مرستې غوښتنه یو سم کار دی.

په موږ کښې ډېر داسي وي چي د خپلو احساساتو په هکله د خبرو لپاره الفاظ موندل ورلره ګران وي. مګر ته اړتیا نه لرې چي ملاقات دومره وځنډوې چي د کړکېچ تر ځایه ورسېږي. تیار اوسېدل ستا د ملاقات اخیستل اسانه کولای سي. چي څومره زر ورسې، هغومره زر ته د ښه کېدلو احساس کولای سې.

له خپل ملاقات زیات برخه من کېدل

تیار اوسېدل له تاسره له خپل ملاقات څخه په زیات برخه من کېدلو کښې مرسته کولای سي.

  • که ته یوڅو داسي ټکي لرې چي په هکله یې خبرې کول غواړې، نو د بوک کولو پرمهال د اوږده اپواینټمینټ غوښتنه وکړه. ته د عادي د لسو دقیقو د ملاقات پرځای د 20 دقیقو د اپواینټمینټ غوښتنه کولای سې که ته اړتیا ورته لرې.
  • که ته کوم ځانګړي GPته اړتیا لرې نو غوښتنه یې وکړه: لکه، یو نارینه یا ښځېنه جي پي، یا هغه یو چي ستا خپله ژبه وايي.
  • که ته یوه ملګري ته اړتیا لرې نو خپل یوه دوست یا خپلوان ته ووایه چي په تګ کښې کومک درسره وکړي.
  • د اندېښنو یو داسي فهرست تیا کړئ چي تاسې ورباندي بحث کول غواړئ. د خپل اعراضو په هکله سوچ وکړئ، چي له څومره وخته پرې اخته یاست او څرنګه یې ستاسې پر ژند باندي اغېزه کړې ده. Doc Ready له تاسې سره د هغو شیانو په فهرست جوړولو کښې مرسته کولای سي چي تاسې یې په هکله خبرې کول غواړئ.
  • هغه ټولې پوښتنې ولیکئ چي تاسې یې پوښتل غواړئ. لکه، کېدی سي چي تاسې غواړئ چي پوه شئ چي درمل یا ټاکینګ تیراپي یعني د غږېدلو درملنه به مرسته کولای سي، تاسې پخپله له خپل ځان سره څه مرسته کولای شئ یا دا چي درملنه به څومره وخت اخلي.

د خپل اپواینټمینټ پرمهال، داسي شیان سته چي تاسې یې زیات وخت کولای شئ.

  • څرګندې او ایماندارې خبرې کوئ. جي پيان همېشه ځاني خبرې اوري او داسي روزنه یې شوې ده چي په مسلکي او مرسته کونکې توګه سمبال کړي.
  • خپل GPته ووایه که داسي کوم څه وي چي ستاسې په فکر له تاسې سره مرسته کولای سي.
  • له پوښتنو کولو یا خپل GPته د خبرې له تکرارولو څخه وېره مه کوئ.
  • ورته ووایه چي هرهغه څه درته ولیکې چي تاسې نه پرې پوهېږئ او د ملاقات پرمهال یاداښتونه اخلئ که تاسې اړتیا ورته لرئ.
  • له کوټې څخه تر وتلو مخکښې دا ډاډ ترلاسه کړئ چي راتلونکي ګامونه به څه وي.

زموږ مفته لارښوونه څرنګه به د خپلې رواني روغتیا په هکله له خپل جي پی سره خبرې کوئ ستاسې د اپواینټمینټ د ګټه ور کېدلو په هکله نورې لارې چارې هم لري.

GPڅه مشوره درکولای سي؟

کېدی سي ستاسې GPله تاسې څخه د لاندینیو ټکیو په هکله پوښتنه وکړي:

  • ستا بدني او جذباتي اعراض او علائم
  • کومه اوسنئ پېښه چې کېدی سي ستاسې پر سوچ باندې یې اغېزه کړې وي
  • ستاسې لخوا د نشه توکو او شرابو کارول او د ځان خوږولو کوم سوچونه
  • ستاسې طبي سوابقاو ستاسې د کورنئ تاریخچه، په تېره بیا د رواني روغتیا د ستونزو په مانا.

څه چي ته ورته وايې د هغو پر بنست ستا GPکېدی سي چي:

  • یو تشخیص وکړي، لکه، څوب یعنی تشویش ، ترنګلیتا یا ګروم
  • تاسې نورو خدماتو ته ورولېږې لکه ټاکینګ تیراپي یعني د خبرو درملنه یا د رواني روغتیا ځانګړی ټیم (تاسې له GPکتلو پرته هم پخپله ځان – راجع کولای شئ که په انګلستان کښې اوسېږئ)
  • تاسې ته د یوه سروس جزیات درکړي چي تاسې ورسره پخپله تماس نیولای شئ لکه کمیونټي مینټل هیلت ټیم
  • تاسې ته د ځاني مرستې د کارنو ترسره کولو مشوره درکړي لکه د ترنګلیتا کمولو، خوب ښه کولو یا ښه خوراک
  • تاسې لره د درملو نسخه ولیکې چي ناروغي مو ورسره ښه سي. هغوی ته پکار ده چي درته څرګنده یې کړي چي دا د څه لپاره دئ او هم دا چي ګټې او تاوانونه یې څه دي چي تاسې پرېکړه وکولای شئ چي و یې خورئ که نه.

عموماً ستاسې GPورپسې د یوڅو اونیو اپواینټمینټ درلره جوړوي چي وګوري تاسې څرنګه روان یاستئ. هوخود، تاسې تر دې زر هم اپواینټمینټ جوړولای شئ که کارونه سم نه وي یا تاسې اندېښنې لرئ.

د خپلې رواني روغتیا په هکله له GPسره د خبرو په باره کښې عمومي اندېښنې

ایا زه چي څه وایم هغه به پټ راز پاته کېږې؟

هرڅه چي تاسې GPته وایاستئ هغه پټ راز وي ترڅو چي تاسې دوی داسي اندېښنه ونه لري چي تاسې د ځان خوږولو سخت خطر دی یا کوم بل چا ته. چي داسي وي، بیا به هم هغوی تاسې ته په پرلپسې توګه معلومات درکوي چي وړاندي به څه کېږي. کېدی سي چي هغوی تاسې ته ووايي چي ډېر ژر به دي بیا وویني، تا ته ووايي چي پخپله نور خلک خبر کړه، یا د روغتیا یا سوشل کېر مسلکي کسان خبر کړه چي مرسته درسره وکړي که ته روغتون ته ورتګ لره اړتیا لرې. بېخي کم، داسي کېدی سي چي هغوی پولیس راخبر کړي.

زه اندېښنه لرم چي زما GPبه زما هکله پرېکړه وکړي.

د GPاپواینټمینټونو درېیمه برخه د رواني روغتیا په هکله وي، نو ستاسې ډاکټر به د رواني روغتیا د اندېښنو له اورېدلو سره بېخي بلد وي. هغوی ستا په هکله هیڅ پرېکړه نه کوي چي ته رواني ناروغي لرې بس دومره څه به درته وايي لکه ته چي کومه عامه ستونزه لرې بس لکه خارښ یا د خېټې درد.

زه اندېښنه لرم چي زما خبره به نه اورېدل کېږي یا دا چي جدي به نه بلل کېږي.

که ته پر ګروم یا څوب اخته یې، نو دغسی سوچونه کېدی شي ستا د ستونزې برخه وي. له ځانه بېزاري یوه عامه خبره ده بل دا سوچ چي هیڅوک ستا په کیسه کښې لا نه دی او نه دې په خبره پوهېږي. هڅه کوه چي دغسي سوچونه تا له اپواینټمینټ اخیستلو څخه را ونه ګرځوي.

او دا هم په یاد لرئ – که تاسې له خپل GPټیم سره خوشال نه یاستئ، نو تاسې بل یوه ته ورتلای شئ یا بېخي نوي GPپرېکټس ته ځان بدلولای شئ.

زه یو GPڅرنګه موندلای سم؟

ضرور پکار ده چي ته له یوه ځایي پرېکټس سره راجسټر یې چي بیا یو اپواینټمنیټ واخلې. دا بېخي اسان او چټک کار دی چي له GPسره ځان راجسټر کړې او ورسره لیده کاته وکړې. تاسې ځايي پرېکټس ته زنګ وروهلای شئ، ایمېل ورلېږلای شئ یا پخپله ورتلای شئ. ځايي GPپرېکټسونه دلته موندلای شئ:

تاسې چي کله هم وغواړئ خپل GPبدلولای شئ. لکه، که تاسې په خپل اوسني پرېکټس کښې له یوې بدې تجربې سره مخامخ سوي یاستئ نو کېدی سي چي تاسې بل هغه ته بدلېدل وغواړئ، یا که تاسې غواړئ چي هغه یوه ته ورشئ چي ځانګړی مشاور یا د رواني روغتیا خدمات لري. په انګلستان کښې دhttps://www.nhs.uk/nhs-services/services-near-you/ NHS website له لارې تاسې سره مرسته کوي چي د هغو خلکو ارزونې او تبصرې وګورئ څوک چي دغه پرېکټس ته ورغلي وي.

که د خپل اپواینټمینټ له پایلې خوښ نه یې

که ته خوښ نه یې چي ستا اپواینټمینټ څرنګه تېر سو یا ډاډه نه یې چي تا ته څه رنګه مشوره درکول سوه، نو بیا تاسې له یوه بل GPیا متخصص څخه دویم نظر غوښتلای شئ. تاسې په خپل پرېکټس کښې له یوه GPسره ملاقات جوړولای شئ، یا بېخي پرېکټس بدلولای شئ که هغوی د دویم اپواینټمینټ درلره جوړولو څخه انکار وکړي.

په کومه طریقه چي ستا GPستا د رواني روغتیا ستونزې سره چلند کوي که ورڅخه راضي نه یې، یا ته د خپل GPپرېکټس له خدماتو خوښ نه یې، نو کېدی سي چي شکایت وکړې. ته له خپل GPیا پرېکټس منېجر سره خبره کولای سې یا لیکلی شکایت کولای سې. له ریسپشن څخه د شکایت کولو طریقې پوښتنه وکړه یا یې د هغوی پر وېبپاڼې وګوره.

که په دې ستونزه نه هوارېږي، نو بیا ته این ایچ ایس انګلستان ته شکایت کولای سې پر ( [email protected] "> [email protected] یا 0300 311 2233).. د برتانیې په نورو برخو کښې طریقه کار جلا دی.

که تاسې فکر کوئ چي ستاسې چي ستاسې له GPڅخه پکار ده چي پوښتنې ګوېږنې وسي، نو جنرل میډیکل کونسل (جي ایم سي) ته شکایت وکړئ. ټول ډاکټر اړ دي چي له (جي ایم سي) سره راجسټر وي.

وروستي تازه معلومات: 16 فبروري 2022

Read this page in English